Pmap c2

د پښتنو د قامي ازادۍ پياوری لارښود، کاکاجي صنوبرحسين مومند او د هغوی ملګري

16.07.2010 15:17

ليکونکي: ­‌حاجي محمد اکبر

 کاکاجي صنوبر حسين مومند غالبا  په کال ١٨٩٣ کښې د مومندو په کږه وله د ګل فراز خان په کور کښې پيدا شويدى، لکه چې ولى محمد طوفان ويلي دي.

دا يوه کږه وله ده صنوبر يې پيدا کړي، نورې هم ډيرې ولې دى د باړې نه راوتلى. داسې ويل کيږي چې په ورکوټوالي کښې يې قطعا نه ژړل چې خلکو وربآندې شک کاوه چې ګوندې نارمل نه دى د ګرمى او يخنئ احساس نه شي کولي. کله چې يوه اندازه لوى شو په کلې کښې يې کوم سکول نه و نو د پېښور په يو سکول کښې  داخل کړې شو. وايي چې  وړوکوالې څخه د پښتنو په  سيمه  باندې پردې تسلط يې په طبع سم نه راتللو د طالب علمې په زمانه کښې يې داسې فکرکاوه چې دې که استاد جوړ شي. ښه ښه شاګردان وروزي د ملک او دقوم سره مينه د هغوي په زړونو بيدارولى شي څو هغوي وکولاي شي خپل وطن د پردې تسلط څخه ازاد کړي.

لسم کښې چې بريالى شو نو د استاذى پيشه يې اختيار کړه،  نواب شير علي خان په اولاده کښې د ارباب نورمحمد خان مرحوم ارباب نياز محمد خان مرحوم او د ارباب فتح محمد خان استاد هم پاتې شوېدى ليکن کله چې ورته د ازادۍ د حصول په سلسله کښې دغه ليار اوږده محسوسه شوه د قلمي جهاد لاره يې اختيار کړه.

د هميش خليل د تصنيف کتاب  کاکا صنوبر حسين مومند له مخې هغوي په ١٩٢٠ کښې د خپل  سياسي ژوند اغاز وکړ. په ١٩٢٦ کښې په کوزه پښتنوخوا کښې زميداره انجمن بنياد کېښود. نږدې يو کال پس يې د عبدالرحمن ريا او د عبدالعزيز خوشباش په مرسته د جمعيت نوجوانان سرحد بنياد کېښودو چې ورسته بيا دنوجوانان بهارت سبها په نامه ياد شو. په صوبه سرحد کښې د نوجوانان بهارت د يو رهنما په حيث کاکاجى د خپل فعال کردار په وجه په خپلو همخيالو کښې ډير محبوب وو. په دغو ورځو کښې به کاکا تور پټکې يعنې دستار تړلو څادر به يې په اوګه  د خامتا درنى جامى به يې په غاړه وې چې يه حيث د  اولسي رهنما د کاکاجى شخصيت ورباندې نمايان و.

د خليق صاحب د خولې خبره ده چې په وړومبې ځل د چوک يادګار اولسي جرکې ته چې کاکاچې کوم تقرير کړى و هغه د خپل تاثر او شعله بيانۍ يه وجه ډير اهم و.

کاکاجى د عدم تشدد د فلسفى سخت خلاف و، د هغوي خپل نظر داسې وو چې عدم تشدد د خپل ورور سره مزه کوي نه چې د فرنګى سره چې د لرې څخه راغى دى. پښې يې زمونږ په خاوره کښې غزولى دى. دوى بايد د تشدد په ذريعه تنګ کړې شي څو زمونږ د خاورې خپله کمبله ټوله کړي. په ١٩٣٠ کښې د وړومبي ځل دپاره ګرفتار شو خو د کال ١٩٣١ په  ابتدا کښې دګاندهى ارون پيکټ له مخې  د ډېرو له زندان څخه ازاد کړې شو. پدغه کال يې د پېښور نه يوه اووه ورځنې مجله د سيلاب په نامه په پښتنو او اردو ژبو کښې اجرا کړه.

د سيلاب څلورګنې وتلى وې چې د دغى مجلى په اولس کښې دمقبوليت په وجه انګريز په دسمبر ١٩٣١ په نپځه ويشتمه نيټه بيا د دوى د ګرفتارولو اراده وکړه نو دوى د خپلو ملګرو صاحبزاده محمد اسلم، سيد امير پاچا او مرتضى پاچا سره روپوش شول. څه موده ګنداو کښې د کسئ ميا صاحب لال صديق سره وو، بيا لکړو کښې د ترنګزو د حاجى صيب سره ملګرې شول. د حاجى صيب د ژوند پورې په لکړو کښې وو او د فرنګيانو خلاف په جهاد کښې مصروف  وو په قبائلو کښې د شعله په نوم د يوې مجلى اجرا وکړه او دغه شان يې د عملې جهاد سره سره قلمي جهاد هم شروع کړو.

حاجى صيب د ترنګزو به د خپلو فعاليتونو مشوره د کاکاجي صنوبر حسين سره کوله د هغوي رايه ته به يې اهميت ورکولو، د تحرير ټول کار د کاکاجي په ذمه وه، کوم وخت چې حاجي صاحب افغانستان ته تلو نو کاکاچې ورسره  هم  وو د حاجى صاحب  د وفات نه پس د هغه د ځوى پاچا ګل صاحب سره د اختلافاتو په وجه د خپلو ملګرو سره کاکاجى  وکوچيد او په سوال قلعه کښې دملک عمر خان سره ديره شو هم دغلته  په کال ١٩٣٣ کښې يوه شپه صاحبزاده  صيب محمد اسلم د پيرنګى په سازش   د کوم قاتل د لاسه په ګولۍ اوېشتلى  شو او سخت زخمي شو. کاکاجې د علاج لپاره جلال اباد ته ورسولو خو د ډيرو کوششونو باوجود په ٢٦ جنورۍ ١٩٣٤  مى  د شهادت جام نوش کړو.

د کاکاجي او د هغه  د ملګرو وخت د ملک محمد عمر خان سره ښه تيريدلو دا ځکه چې ملک محمد عمرخان  پوخ نظر پاتې ملګرى ثابت شو هم نوا او همرکاب ملګرې سره خداى پاک يوځاى کړې وو. کاکاجې  په مومندو کښې د خان صيب په نوم ياديدلو هغه شان په سوال قلعه هم پدغه نوم ياديدلو.

سبهاش چندربوس چې دقبايلو په لار افغانستان ته اوړيدو نو د کاکاجې ملاقات ته هم ورغلى وو له هغه ځايه بيا افغانستان ته د رسولو بندوبست يې کاکاجې وکړو، کاکاجې هغه حاجې محمد امين ته اورسولو د سبهاش جندربوس سره بهګت رام ( فرضي نوم رحمت خان)  او عباد خان هم ملګري وو، حاجى محمد امين سبهاش کابل ته ورسولو.

د کتاب ازادۍ تحريک مصنف ډاکټر وارث خان د صفحه ٢٠٦  څخه اقتباس له مخې په ټول هندوستان کښې بې چېنې او بدامني شروع وه زما سترګې بهګت رام ته وې په  زړه کښې مې ويل چې ازادې په ژر راوړي ملګرو ته به مو هم د خوشالي زيرې ورکول، تيارې مو کوله، باغيانه مواد به مو په اعتباري ملګرو تقسيمول په ٢٩ اکتوبر د بهګت رام نه خبر راغى چې  په ديرشم اکتوبر  ماته سره د ټانګى تخت بهايي ته تيار راشه، ځه لار د تخت بهايي نه  مې ټانګه د سرډيرو په طرف روانه کړه خانمۍ تهاڼه کښې زما ورور تهاڼه داروو سرډهيرو بازار کښې په مخ راغې، بهګت رام وروسته ناستوو . کوز شو او د ګوړې منډهې ته  زر ننوت. چې د ورور نه واپس شوم نو بهګت رام مې د ځنن سره په ټانګه کښې کيناوو، په سړک مې ورته د ښځو جامې او برقه واچوله. لس بجې مردان ته راورسيدو کورته په برقه کښې لاړو او په دريمه  ورځ يې بيا د ملاويدو خبره اوکړه. کشورى لال هم راغلى وو فيصله مو داسې وکړه، چې د شپې په دولس بجې اکوړى سټيشن ته په څه طريقه بهګت رام اورسوو او په بمبى ايکس پريس  کښې سور کړو. بهګت رام په ميرانجان کښې يو خفيه ميټنګ مقرر کړې وو پدغه ميټينګ صنوبر حسين کاکاجې مومند، غلام مرتضى، محمد عمر خان ملک المعروف سوال قلعه ملک هم غوښتل شوى وو.

د صنوبر حسين کاکاجې کار او د مصروفيت دغه رنګ د ملک محمد عمر خان مصروفيت د سوال قلعه نه د مخفى صيب صاحبزاده اسلم شهيد تيغ فرنګ. ترنګزوحاجى صيب کارونه د قبايلو متحد کول او په ملاکنډ، کړپه ناقي کامراني او په نورو مختلفو ځايونو د فرنګي خلاف راپاڅول او جنګول وو، چې دغه ذمه وارى دوى ته پارټئ سپارلى وه چې د سوال قلعه اتمانخيل څخه په سر رسوله.

دا وه د کاکا صنوبر حسين مومند او دهغوي د ملګرو مبارزه چې د هغوې د هم عصرو د مبارزو څخه په هيڅ صورت کښې کمه نده البته هغوى يويشتمې صدى ته د مبارزۍ کوم صورت وټآکو په توره که په قلم؟ دغه مشوره ستاسو سره کوو.

د صنوبر حسين کاکاجې يو شعر چې هغه پخپل قلم ليکلې دى اوس هم د وخت د تقاضاو په معيار پوره ختلى شي.